د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان ځواکونه کولای شي د هېواد امنیت وساتي'


د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکړ چې په ۲۰۱۴ کال کې به له لوړو ظرفیتونو سره د هیواد دفاع وکړي.


د دغه وزارت ویاند ظاهر عظیمي مشال راډیو ته وویل چې په ۲۰۱۳ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته راوړنو دا ثابته کړه چې دغه ځواکونه کولای شي، په خپلواکه توګه د خپل هېواد امنیت وساتي.

عظیمي وایي سره له دې چې په روان کال کې د بهرنیو ځواکونو د هوایې بریدونو کموالی د دې لامل شو چې مخالفین خپل فعالیتونه ډېر کړي خو بیا هم د ده په خبره افغان ځواکونو د وسله والو مخالیفنو ډیر بریدونه شنډ کړي دي.

دا څرګندوني داسي مهال کېږي چې د برتانیا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال سر پیټر وال په خپله تازه وینا کې ویلي چې د هلمند ولایت له ځینو سیمو څخه د برتانیایې ځواکونو تر وتلو وروسته به ښایې وسلوال طالبان هغه سیمې بیرته ونیسي چې برتانوي ځواکونو ترې نیولې وې.

خو جنرال عظیمي دا د جنرال پیتر شخصي نظر بولي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG