د روسیې د انتخاباتو د کمیټې مشر وايي چې؛ د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون استازي په نژدې راتلونکي کې روسیې ته سفر کوي، څو د روسیې د انتخاباتو د چارواکو له تجربو څخه ګټه واخلي.
ولادیمیرچوروف Vladimir Churov وویل، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون استازي د ۱۳۹۳ کال انتخاباتو ته د تیاریو لپاره د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمیټې په بلنه روسیې ته ځي.
چوروف دا څرګندونې تېره ورځ له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمیټې د استازو په غونډه کې وکړې.
چوروف همدا راز یادونه وکړه چې؛ د برېښنايي څارنې په چارو کې روسي کارپوهان به په راروانه فبروري میاشت کې په اکوادور کې د انتخاباتو په تنظیم کې هم مرسته وکړي.