د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی له ښځو سره پر تشدد اندېښمن دۍ


ولسمشرحامد کرزي په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تشدد پر پېښو اندېښنه ښودلې او د دې پدیدې پر وړاندې په مبارزه کې یې د ټولو افغانانو د ګډون غوښتنه کړې.


ولسمشر په خپله اونیزه راډیويي وینا کې چې تېر د پنجشنبې پر ورځ د جمهوري ریاست پر رسمي ویبپاڼه خپره شوه تایید کړه چې؛ د هېواد په کلیو او ښارونو کې د بېلابېلو عواملو له کبله د ښځو پر وړاندې تشدد شته:

(د ښځو پر وړاندې تشدد په هېواد کې د یوې ټولنیزې ستونزې په توګه ټولو ته د اندېښنې وړ ده او له منځه وړل یې زموږ د ټولو ګډه پاملرنه غواړي.)

په افغانستان کې په تېرو څو اونیو کې د ښځو پر وړاندې د تشدد په پېښو کې ناڅاپي زیاتوالی راغلی.

دې موضوع ته یو ځل بیا وروسته له هغه د رسنیو پاملرنه زیاته شوه چې نژدې یوه میاشت مخکې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د خپلې ښځې ستارې شونډې او پوزه غوڅ کړل.

ښاغلي کرزي د ښځو پر وړاندې د تشدد د له مینځه وړلو لپاره پرله پسې مبارزه او د دیني علماوو، قومي مشرانو او دولتي چارواکو او همداراز د بشري حقونو، او د ښځو له حقونو د دفاع د بنسټونو هڅې مهمې وبللې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG