د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسي جرګه کې د هندوانو او سیکانو استازیتوب منظور


د مشرانو جرګې نن د ولسمشر حامد کرزي هغه قانوني فرمان ومانه، چې له مخې به یې په ولسي جرګه کې د افغانستان هندوانو او سکانو ته یوه څوکۍ ورکول کیږي.


دا فرمان پخوا تر دې ولسي جرګې رد کړی و.

اوس به د مشرانو جرګې او ولسي جرګې یوه ګډه کمېټه په دې اړه پریکړه کوي.

په عین وخت کې د افغانستان د مدني ټولنو یو شمېر فعالانو نن له ملي شورا وغوښتل؛ چې په ولسي جرګې کې هندوانو او سکانو ته د یوې څوکۍ د ورکولو په اړه د ولسمشر فرمان تایید کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG