د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: چاودنې د یو ښوونځي مشر ښوونکی وواژی


د کونړ امنیتي مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې د یو ښوونځی مشر ښوونکی وژل شوی دی.


د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل مشال راډیو ته وویل؛ د سړک پر غاړه دغه ښخ شوی ماین نن غرمه په سرکاڼو ولسوالۍ کې چاودلی، چې یو سیمه ییز پولیس هم په کې ژوبل شوی دی.

وسله والو طالبانو بیا ویلي، چې دغه ماین دوی ښخ کړی و او په کې یو شمېر سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

تر دې پخوا هم د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې پر لویو لارو د ښخو سوو ماینونو په چاودنو کې ولسي خلک وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG