د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: د وسله والو پرضد پوځي عملیات پیل شول


د لغمان دولتي مسوولین وايي، چې د دې ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو پرضد د ګډو افغان ځواکونو پوځي عملیات له تېرو درو ورځو راهیسې دوام لري.


د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک مشال راډیو ته وویل؛ په دغو عملیاتو کې یو وسله وال طالب وژل شوی، درې ژوبل او درې نور نیول شوي دي.

ښاغلي ځواک په دغو عملیاتو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG