د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه:د اداري فساد په تور ۱۶ تنه ونیول شول



د ترکیې پولیسو د اداري فساد د یوې پیښې د څیړنې لپاره شپاړس تنه ونیول چې؛ په کې د کورنیو چارو د وزیر زوی او د مالې د وزیر زوی هم شامل دي.


په ترکي ژبه "سي اېن اېن" تلویزیون او نورو رسنیو خبر ورکړ چې؛ دا کسان نن د شنبې پر ورځ ونیول شول او د دې شاته سیاسي انګیزه ده چې؛ حکومت غواړي د خلکو اعتماد د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې راجلب کړي؛ ټاکل شوې ده چې دغه انتخابات راتلونکی کال ترسره شي.

د جمعې په ورځ وزیر اعظم رجب طیب اردوغان په انقره کې د پولیسو د دولسو تنو په ګډون څوارلس افسران له وظیفو لرې کړل. د پنجشنبې په ورځ یې بیا د استانبول د پولیسو مشر لرې کړ.

د ترکیې د رشوت او اداري فساد د څیړونو مرکزونه هغه ادعاوې څیړي چې ویل کیږي؛ د ایران د انرژي په مقابل کې د دغه هیواد په پیسو په دوبی کې سره زر اخیستل کیږي او په پټه ایران ته انتقالیږي. دا کار د دې سربیره کیږي چې ایران ته د لوړ بیه فلزاتو پر صادراتو نړیوالې ټولنې بندیزونه لګولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG