په لندن کې د (بېړنیو) خدماتو اداره وايي؛ چې په پلازمې نه لندن کې پرون د پنجشنبې پر ورځ نژدې ۹۰ کسان د یوه تیاتر د وانۍ چت نړېدو پېښه کې ټپیان شول.
چارواکي وايي چې، د ځینو ټپیانو حالت نازک دی. د لندن په مرکز کې د "اپولو تیاتر" په دې پېښه کې د مړو راپور نه دی ورکړل شوی؛ خو د لندن د امبولانس خدمات وايي؛ یو اتیا کسان چې اکثره یې پر سر ټپیان وو؛ په خپلو پښو ګرځېدل او پنځه کسان چې ټپونه یې سخت وو، روغتون ته لېږدول شوي دي.
ګومان کېږي چې، اوه سوه کسان د پنجشنبې د ماښام نندارې ته ورغلي ول.
د لندن د اوروژنې څانګه وايي، ټول هغه کسان چې د ودانۍ د چت د نړېدو له پېښې وروسته دننه بند پاتې و؛ ژغورل شوي دي.
پولیس ویلي چې، د دې ودانۍ راچپه کېدو علت تراوسه معلوم نه دي.