د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د عبدالقادر ملا سزا کېدل د بنګله ديش خپله معامله ده'


سرتاج عزیز
سرتاج عزیز

سرتاج عزيز ویلي چې د ګاونډیو او نورو ملکونو په حواله د پاکستان پاليسي په ډاګه او واضحه ده چې د هيڅ يوه ملک په کورونو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

بنګله ديش کې د جماعت اسلامي لارښود عبدالقادر په پانسۍ که يو پلو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې حکمرانې ډلې پاکستان مسلم ليګ ن مذمتي قرارداد وړاندې کړ نو بله خوا د وزير اعظم نوازشريف د بهرنيو چارو صلاکار سرتاج عزيز دا د بنګله ديش دننۍ معامله ګرځولى ده.


د پاکستان سرکاري خبري اداره اى پي پي د سرتاج عزيز له خولې ليکي چې د ګاونډي او نورو ملکونو په حواله د پاکستان پاليسي په ډاګه او واضحه ده چې پکې د پاکستان دريځ دى چې د هيڅ يو ملک په کورونو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

او دا چې د عبدالقادر ملا معامله هم د بنګله ديش خپله کورننۍ معامله ده.

د پاکستان د خارجه چارو د سلاکار سرتاج عزيز د بيان او قامي اسمبلۍ په قرارداد چې کله مشال راډيو اسلام آباد کې د سياسي او بهرنيو چارو تجزيه کار سليم احمد څخه وپوښتل نو هغه وويل:

"د دې حکومت پاليسۍ واضحه نه دي، نوازشريف امريکا ته ځي او له هغوي سره د روغې جوړې خبره کوي او چې واپس راشي نو د هغه د کورنيو چارو وزير چودهري نثارعلي خان بيان ورکوي چې امريکا د پاکستان په امن مزاکراتو ډرون بريد وکړو او هغه دا مزاکرات خرابوي.

دلته د پاکستان د خارجه چارو دفتر چې دى هغه د عبدالقادر ملا په معمامله باندې نرم دريځ لري او چودهري نثار چې په اسمبلۍ کې ودريږي نو تاسو به وايي چې دا د مخالفې ډلې څوک ليډر دى او هغه په حکومت باندې ټکونه کوي او هغه وايي دا عدالتي قتل دى نو څوک هم په دې نه پوهيږي چې په دې دوو پاليسو کې به حکومت څه ګټه وکړي"

د يوې پښتنې په ځواب کې سيلم احمد زياته کړه چې د دا قسمه بيانونو څخه به د پاکستان او بنګله ديش په تعلقاتو بد اثر ورغورځيږي.

ځکه چې بنګله دېش کې په سفارتي کچ د دې قرارداد غندنه شويده او د بنګله ديش حکومت په ډاکه کې د پاکستان های کمیشنر رابللی دى او وضاحت يې ترې غوښتی دى.

نوموړي وويل:

"نوازشريف ته پکار ده چې خپله پاليسي په ډاګه کړي او که فرض کړه هغه دوه قسمه پاليسۍ چلوي چې په سرکاري کچ يو بيان او په دنني کچ بله وي نو د دې به ښـې نتيجې نه رابرسيره کيږي او اوس بنګله ديش دې معاملې ته ډير په سنجيدګۍ سره ګوري او اوس په داسې صورتحال کې يو د داخله چارو وزير د بنګله ديش په کورنیو چارو په اسمبلۍ کې تبصره کوي نو اثر خو به يې خامخا بد پرېيوځي"

د ذکر وړ ده چې د عبدالقادر ملا د پانسۍ پر ضد په پاکستان کې د جماعت اسلامي کارکنان احتجاجونه او مظاهرې کوي.

سراج ظهير – مشال راډيو – اسلام آباد
XS
SM
MD
LG