د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کونړ د پاکستان له لورې اته توغندي لګېدلي


د کونړ امنیتي چارواکي وایې، نن ( پنجشنبه) سهار یو ځل بیا د پاکستان له لوري د کونړ پر دانګام ولسوالۍ اته توغندي لګیدلي دي.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سید خیل مشال راډیو ته وویل، چې دا توغندي د پاکستاني پوځیانو له خوا ویشتل شوي، خو تلفات نه لري.

په تیرو درېیو کلونوکې د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستان له خوا سلګونه توغندي ویشل شوي، چې د تلفاتو تر څنګ یې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG