د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان و پاکستان پارلماني غړو غونډه ختمه


د افغانستان اوپاکستان د پارلماني پلاوو دوه ورځنۍ غونډه نن په کابل کې پای ته ورسیده.
د دواړو هیوادونو پارلماني پلاوو په خپله یوولسمه غونډه کې د بیلا بیلو سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسلو په اړه بحثونه وکړل.


د افغانستان له لوري د پارلماني پلاوي مشرمیرویس یاسینی خبریالانو ته وویل، دواړه خواوې به هڅه وکړي چې پرځینومهمو پرېکړو یې د دواړو هیوادونو پارلمانونه هم بحثونه وکړي.

په عین حال کې د پاکستان له لورې د پارلماني پلاوي مشر آفتاب احمد خان شیرپاو وویل چې په دواړو هیوادونو کې د ستونزو د عواملو په اړه پراخې خبرې وشوې او دواړه خواوې به یې له خپلو حکومتونو سره هم شریک کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG