د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس له اوکراین سره د ۱۵ میلیارد ډالرو مرسته کوي


مسکو: د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل اوکرایني سیال ویکټر ینوکوویچ سره د تړون پس لاس میلاوي.
مسکو: د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل اوکرایني سیال ویکټر ینوکوویچ سره د تړون پس لاس میلاوي.

په ماسکو کې د روس د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف په اوکراين د اورپايي ټولنې لخوا په فشار راوستو تنقيد کړي.

د اوکراین وزيراعظم ماکولا ازروف وايي، چې له روس سره یې د چارشنبي په ورځ د پینځلس میلیارد ډالرو د مرستې یو تاريخي تړون لاسلیک کړ چې په دې به یې په هيواد کې اقتصادي او مالي استحکام راشي.


ازاروف وايي، چې د دې امداد بغير به د اوکراين ټولنه ماته شوې وای، او هېواد به یې ديواليه شوی وای. د اوکریان ولسمشر ويکټر يانکو ویچ تېره ورځ په ماسکو کې دغه امدادي پېکج ترلاسه کړ.

بلخوا په ماسکو کې د روس د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف په اوکراين د اورپايي ټولنې لخوا په فشار راوستو تنقيد کړي.

د اوکراين ولسمشر يانکو ویچ تيره مياشت له اورپايي ټولني سره د تړون لاس ليک کولو انکار کړی وو چې په نتيجه کې يې مخالفو ګوندونو احتجاج پيل کړی دی.

د مخالفو ګوندونو مشرانو د رارانو ورځو په رخصتيو کې د عوامي مظاهرو غږ کړي.

د اوکراین مرکز کیف کې د اروپايي ټولنې ملاتړې مظاهرې
د اوکراین مرکز کیف کې د اروپايي ټولنې ملاتړې مظاهرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG