د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘افغانستان سږکال تر ټولو خونړی و’



د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وايي چې په دغه هيواد کې په ۲۰۱۳ کال کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله زیاته شوې.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې يان کوبيش پرون د سېشنبې پر ورځ د امنيت شورا غوندی ته وويل چې د روان کال په تيرو يولسو مياشتو کې په مختلفو بريدونو کې دوه زره اووه سوه او ديشت کسان وژل شوي، او پينځه زره يو سل نهه شپيته کسان ژوبل شوي دي.

د ده په وينا دا شميره د تير ۲۰۱۲ کال نه لس فيصده زياته ده. يان کوبيش زياته کړه چې مخالفو وسلوالو ډلو کې لکه طالبان د دغو پيښو زيات ذمه وار دي.

ملګرو ملتونو په يو روستيو راپور کې ويلي چې په دغو کې ترنيمايې زيات کسان د سړک غاړي بمي چاودنو او ځانمرګې بريدونو کې وژل شوي.

يان کوبيش د ۲۰۱۴ کال وروسته په هغه خلا هم اندښنه څرګنده کړه، که چېري د کابل او واشنګټن ترمنيځ امنيتي تړون لاس لیک نشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG