د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ۱۷ پاکستاني عسکر ژوبل


د پاکستان امنيتي چارواکي وایي، تېره ورځ په شمالي وزېرستان کې په دوو رېموټ کنټرول بمي چاودنو کي اوولس پوځیان ژوبل شوي دي.


امنیتي چارواکو مشال راډیو ته وویل، له پېښې وروسته په سیمه کې ګرځبندیز لګول شوی دی.

د میرعلي اېیسوړي او د ميران شاه په رزمک سیمو کې د امنیتي ځواکونو ګاډي په نښه شول چې پکې اوولس پوځیان ژوبل شول.

د ځايي خلکو په وېنا له پېښې وروسته د امنيتي سرتېرو په ډزو کي ېو ولسي وګړی وژل شوی، او یو بل ژوبل دی.

بلخوا د سويلي وزيرستان د پوليټکل انتظامۍ چارواکو ویلې دي چې د انګور اډې په سيمه کې له پولې هغه غاړې مارټر ګولې راغورځېدلې چې پکې شپږ کسان ژوبل شوې او ځينې کورونه او دکانونه هم زيانمن شوي دي. خو افغان حکومت د دې پېښې په اړه څه نه دې ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG