روسیې اوکراین ته د پنځلس میلیارډ ډالرو پور ورکولو ژمنه وکړه او هم یې وویل چې؛ پر دې هېواد به په ټیټه بیه ګاز پلوري.
دا په داسې حال کې ده چې؛ د اکراین په پلازمینه کېف کې د ولسمشر ویکتوریانو کوویچ د حکومت پرضد پراخې مظاهرې دوام لري. دوی د مسکو پرځای له اروپایې اتحادیې سره د اکراین د نژدې کېدو غوښتنه کوي.
د اوکراین او روسیې ترمنځ دغه موافقه پرون د سېشنبې پر ورځ په مسکو کې د اوکراین د ولسمشر ویکتوریانو کوویچ او د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ترمنځ له خبرو وروسته اعلان شوه. پوتین وویل:
"د روسیې حکومت پریکړه کړې چې؛ د خپلې ذخیرې یوه برخه د ټولنیزو خدمتونو د صندوق تر۱۵ میلیارډ ډالرو پورې د اکراینیانو پر امنیتي چارو پانګونه وکړي."
پوتین دغه راز وویل، روسیه به اوکراین ته ګاز هم په ټیټه بیه ورکوي.
اوکراین د خپل اقتصاد د ثبات لپاره لس میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.
په عین حال کې اروپا پلویو مظاهره چېانو د کېف د خپلواکۍ په چوک کې پرون هم اعتراضونو ته دوام ورکړ او یانوکوویچ یې تورن کړ چې؛ هېواد به د روسیې په مشرۍ ګمرکي اتحاد کې داخل کړي.
خو پوتین وویل چې؛ پر دغې مسالې دواړو مشرانو خبرې ونه کړې .