د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنډۍ او کراچۍ امام بارګاوو کې چاودنو پنځه تنه وژلي ګڼ ژوبل


د پنډۍ او کراچۍ امام بارګاوو کې چاودنو پنځه تنه وژلي ګڼ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:45 0:00

د پنډۍ او کراچۍ امام بارګاوو کې چاودنو پنځه تنه وژلي ګڼ ژوبل

برید د پنډۍ په ګریسي لاین سیمه کې په یوه امام بارګاه کې شوی. په پېښه کې یو پولیس چارواکی وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.

د پنجاب صوبې په پنډۍ ښار کې بیګا په يو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوی او تر لسو ډېر ژوبل دي.


برید د پنډۍ په ګریسي لاین سیمه کې په یوه امام بارګاه کې شوی. پولیس چارواکو د مشال راډیو خبریال احمد الله ته ویلي چې په پېښه کې یو پولیس چارواکی وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.

د پيښې يو عيني شاهد فيصل جعفري مشال ريډيو ته وويل: ''چې يو تن چې تورې جامې يي اغوستې وې او د شپې نژدې پاؤکم لس بجې په امام بارګاه کې روان مجلس ته د ننوتو کوشش وکړو. له امام بارګاه بهر زه او زما نور ملګري د خلکو تلاشي اخیستو لپاره ولاړ وو او له موږ سره پوليس هم ولاړ وو. موږ چې کله د دغه تن تلاشي اخیستل شروع کړله نو هغه وتښتيدو زموږ ځینو ملګرو ورپسې منډه کړه نو هغه ځان په باروتو والوځولو چې په نتيجه کې زموږ دوه ملګري او يو پوليس والا په حق ورسيدل د پيښې ورستو بجلي لاړه او تياره هم شوه خو موږ پخپله امدادي کاروايانې پيل کړې او ايمبولينسې ډيرې ورسته راغللې''

د ريسکيو ١١٢٢ ادارې د مطبوعاتو څانګې افسر وقاص احمد مشال ريډيو ته وويل: "د پيښې ځای له ايئرپورټ سره نزدې دی او دې سيمه کې پوځي او غير پوځي خلک استوګن دي. د پيښې ورستو زموږ کارکنان موقعې ته ورسيدل او امدادي هلې ځلې يي شروع کړې او ژوبل کسان مو د پنډۍ مختلفو هسپتالونو ته ورسول."

د پنډۍ سي پي او اختر عمر حيات د پيښې په اړا رسنو ته وويل چې د موټر سائيکل چې کوم شکل په نظر راځي نو له هغه داسې ښکاري چې ځانوژنکی پر موټر سائيکل راغلی وو او امام بارګاه سره نزدې يې ځان والوځولو. د پېښې په ځای کې د ايئرپورټ تاڼې ايس ايچ او هم ولاړ و چې هغه هم د پيښې ښکار شو.


بلخوا په کراچۍ ښار کې د يوې بمي چاودنې په نتيجه کې يوه ښځه وژل شوی او بله ژوبله ده.

د کراچۍ د فیروز اباد سېمې پولیسو مشر معین د مشال راډيو خبریال ظفر کریمي ته ویلي چاودنه د خالدبن ولید سړک د امام بارګاه سره نزدې شوې، چې له امله یې دوه ښځې ژوبلې شوې دي.

د پولیس افسر معین په خبره په ژوبل شویو ښځو کې يو په روغتون کې سا ورکړه.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG