د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني او پکتیکا کې ۱۵ وسلوال وژل شوي


افغان ځواکونو د هیواد په سویل ختیزو ولایتونو کې د البرز په نوم چاڼیز عملیات پیل کړي، چې په پایله کې يې یو شمېر وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د تندر قول اردو څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د غزني ولایت د ګیان او اندړو ولسوالیو په مربوطاتو کې د یادو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې دولس تنه وسلوال وژل شوي او څوارلس تنه نور ټپیان شوي دي، د خبر پاڼې په حواله وسلوالو د وژل شویو کسانو جسدونه د ګیان ولسوالۍ جهانګیر سیمې ته لېږدولي دي.

د ملي اردو یادې سرچینې ویلي، چې نوموړي عملیات يې د عزت کلا، محمدعمر کلا، احمدخېلو او اخترخېلو په سیمو کې ترسره کړي دي.

خبر زیاتوي، چې د پکتیکا ولایت د ګیانه ولسوالۍ ولاوس په سیمه کې هم د سرحدي پولیسو په پوستې باندې د وسلوالو له لوري برید شوی وو، چې د تندر ځواکونو له خوا د درندو وسلو په ځوابیه ډزو کې درې تنه وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې په نوموړو فعالیتونو کې امنیتي ځواکونو ته کوم مالي او ځا ني زیان نه دی اوښتی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG