د افغانستان د سولې عالي شورا د ملي امنیت په چارو کې د پاکستاني وزیر اعظم د سلاکار سرتاج عزیز هغه څرګندونې رد کړې، چې وایې طالبان له افغان حکومت سره خبري نه کوي.
د دې شورا ویاند شهزاده شاهد مشال راډيو ته وویل، چې دوی اوس هم له ډیرو طالبانو سره تماس لري.
سرتاج عزیز د پاکستان یوې ورځپاڼې ته ویلي، چې دوی هڅه کړې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي، خو هغوی منفي ځواب ورکړی.