چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې د يوې چاودنې له امله پینځه ویشت تنه ملکيان ټپيان شول.
د لغمان د ولایت ویاند سرحدي ځواک مشال راډیو ته وویل؛ چې نن (شنبه) له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د لغمان په مرکزي چوک کې د ټرافیکو په یو رینجر موټر پسې د نښلول شوي مقناطسي بم د چاودنې له امله پینځه ویشت تنه ملکي وګړي ټپیان شول.
نوموړي وویل، چې په زخميانو کې یوه میرمن ده او پاتې ډيره برخه په همدې سیمه کې سبزۍ خرڅروونکي دي، چې دا مهال د درملنې په موخه د لغمان مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.
د ځواک په خبره د پيښې په تور په سیمه کې یو شکمن کس هم نیول شوی، چې ترې پوښتنې روانې دي.
د یو بل خبر له مځې سرحدي ځواک وايي، چې نن له غرمې وړاندې د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې یو تن ملي پولیس، چې کور ته په لاره روان و د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله ټپي شوی دی؛ چې تر درملنې لاندې دی.
د یادو پيښو مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.