د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کې چاودنې دوه ملکیان ووژل


د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وایي، نن (شنبه) د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سید خیل مشال راډیو ته وویل چې؛ د دغو کسانو موټر په ګل سلیک سیمه کې پر ماین وخوت.

د سید خیل په وینا، دا مهال افغان امنیتي ځواکونه هم له وسالوالو طالبانو څخه د همدې سیمي د پاکولو په عملیاتو بوخت دي.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG