د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م : د سوریې په جګړه کې له کیمیاوي وسلو کار اخیستل شوی


د ملګروملتونو مفتشانو اعلان کړی چې؛ د سوریې په جګړه کې له کیمیاوي وسلو کار اخیستل شوی خو په دې راپور کې چې پرون د پنجشنبې پر ورځ خپور شو، نه دي ویل شوي چې دا وسلې د حکومت له خوا کارول شوي که د رژیم د وسله والو مخالفینو له خوا.


په دې نوي راپور کې راغلي چې د اګست په ۲۱مه دمشق ته نژدې په غوطا نومي ښارګوټي کې کیمیاوي وسله کارول شوې.

د دې برید په وړاندې د نړېوالو له سخت غبرګون وروسته د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوه هیات ته دنده وسپارل شوه چې د سوریې د حکومت د کیمیاوي وسلو زېرمه له مینځه یوسي.

راپور زیاتوي، له شواهدو ښکاري چې؛ په خان الاصل، جوبار، سراقب او اشرفیه کې هم ښايي د مارچ او اګست د میاشتې ترپایه له کیمیاوي وسلې څخه کار اخیستل شوی وي.

خو په راپور کې همدا راز د ملګروملتونو د جګپوړې څېړونکې اکې سېلستروم له قوله ویل شوي دي چې وايي، په دوو نورو سیمو کې د کیمیاوي وسلې د کارولو په اړه ادعاوې نشي تاییدولای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG