د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني: کرزی دې ژر تر ژره امنیتي تړون لاسلیک کړي


د جرمني دفاع وزیرد افغانستان له ولسمشرحامد کرزي څخه وغوښتل چې؛ ژر تر ژره دې امنیتي تړون لاسلیک کړي، څو تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو حضور ته لاره هواره شي.


د لیندۍ په دریمه نیټه مشورتې لویې جرګې په کابل کې پریکړه وکړه چې له امریکا سره دې امنیتي تړون د یوې میاشتې په ترڅ کې لاسلیک شي خو ولسمشر حامد کرزی وایي چې دا تړون به د ولسمشرۍ تر انتخاباتو ورسته لاسلیک کړو.

ټاکل شوې ده چې د وري په شپاړسمه دغه انتخابات ترسره شي.

د جرمني دفاع وزیر توماس دی میزیري پرون د مزارشریف لور ته په الوتکه کې د سفر پرمهال خبریالانو ته وویل، که چیرته دا تړون تر انتخاباتو وروسته وخت ته ځنډیږي نو ښایي انتخابات دوهم پړاو ته ووځي او هغه وخت به د امریکایانو لپاره ډیر ناوخته وي چې پریکړه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG