افغان پولیس وايي؛ په کابل ښارکې يې دوه سوو نهه ویشت کیلوګرامه تاریاک نیولي دي.
د نشيي توکو ضد مبارزې د پولیسو د خاصې قطعې قومندان جنرال امام الدین مطمین نن (پنجشبنه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا مواد د ارغندي په چوک کې له دوو قاچاق وړونکو سره نیول شوي دي.
نوموړي وویل چې؛ نیول شویو کسانو غوښتل دا مواد له ننګرهاره د هېواد جنوب لویدیز ته انتقال کړي، چې تیره شپه ونیول شول.
د امام الدین په وینا په تیرو دوو اونیو کې پولیسو په کابل کې ټول شاوخوا شل ټنه مخدره مواد نیولي دي.