د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزي د امریکا له استازي جیمیز ډابینز سره وکتل


د افغانستان ولسمشرحامد کرزي په کابل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي جیمیز ډابینز سره وکتل.


په دې لیدنه کتنه کې چې پرون (پنجشنبه) ماسپښین په ارګ کې وشوه له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې وشوې او له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون مساله یاده شوه.

د سولې په ارتباط جیمز ډابینز څرګنده کړه چې ده د کابل تر سفر مخکې په پاکستان کې له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړې او د اسلام اباد په نظر کې مثبت بدلون راغلی دی.

له امریکا سره د امنیتي تړون په برخه کې ولسمشر حامد کرزي د امریکا له ځانګړي استازي وغوښتل چې د تړون تر لاسلیکیدو مخکې باید د سولې عملي خبرې پيل شي او امریکایي ځواکونه د افغانانو پر کورونو عملیات ونه کړي.

جیمز ډابینز د چهارشنبې په ورځ له اسلام اباده کابل ته ولاړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG