د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې د ډاکټرانو کاربندیز


ډاکټر امجد تقویم د تیرې چارشنبې پر ورځ له پېښور ښاره نه ناڅرګندو کسانو تښتولی او په غبرګون کې يې ډاکټرانو د شورو په ورځ د پېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې په کاربندۍ لاس پورې کړی وو.


دوی وايي نن د زیارت په ورځ به د حیات اباد میډیکل کمپلیکس کې کار نه کوي، د جمعې په ورځ به په شیر پاو هسپتال او ډبګري ګارډن کې په شخصي کلینیکونو کې هړټال کاربندۍ ته دوام ورکوي.

په پېښور کې په دې وروستیو کې د ډاکټرانو تښتول زیات شوي دي، څو اونۍ وړاندې هم له دې ښاره دوه ډاکټران تښتول شوي وو ، چې د تاوان د ورکولو نه پس خوشې شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG