د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې ځانمرګی برید یو پولیس ووژل


په هلمند ولایت کې په یوې ځانمړګی برید کې یو پولیس ووژل شو او بل ټپي شو.


د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند احمد فواد عسکري مشال راډیو ته وویل؛ دا حمله تېره شپه د مارجې په ولسوالۍ کې په یوې پوستې وشوه.

د یو بل خبر له مخې:

د کونړ چارواکي وايي، په چپې درې ولسوالۍ کې د هاوان یوه مرمرۍ لګیدلې چې پنځه تنه یې ټپيان کړي دي.

د کونړ امنیه قومندان مشال راډیو ته وویل؛ پېښه پرون (چارشنبه) شپه شوې او په ټپیانو کې درې پولیس هم شامل دي.

سید خیل وویل، د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې یو تن وسله وال مخالف وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو دواړو پیښو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG