د لاسرسي ځای

تازه خبر

فیضي: امریکا دې شرطونه ومني فشار دې نه اچوي


د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي
د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي

د افغانستان حکومت له امریکا او ناټو وغوښتل چې پر افغانستان د فشار راوړلو پرځای دې د افغانستان پر شرطونو له دې هیواد سره خبرو ته دوام ورکړي.


د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي دا څرګندونې پرون د چارشنبې پر ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ( جېمز ډوبینز ) کابل ته د رسېدو په ترڅ کې کړې چې له افغان چارواکو سره په دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.

ایمل فیضي مشال راډیو ته وویل چې امنیتي موافقه افغان ولس او حکومت ته د تایید وړ ده خو تر لاسلیکېدو مخکې دې د افغانستان شرطونه ومنل شي.

د ایمل فیضي په وینا د امنیتي سند د لاسلیکولو لپاره د افغانستان ولسمشر دوه اساسي شرطونه لري چې یو د سولې بهیر پیلېدل او بل د افغانانو پر کورونو د حملو بندېدل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG