د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر: له چاودنې د اېف سي درې سرتېري ژوبل


د خېبر ایجنسۍ د جمرود پولیټیکل تحصیلدار عصمت الله وزیر مشال ریډيو ته وویل، چې نن سهار د جمرود په غونډۍ سیمه کې د ایف سي ځواک پر یو ګاړي، ریموټ کنټرول بمي چاودنې د دغه ځواک درې سرتیري ژوبل کړل.


هغه چې پر دې مهال د ایف سي ځواک له خوا په ناتاره هوایي ډزو کې یوه ځایي مېرمن هم ژوبل شوې ده، او ژوبل ټول کسان یې د پیښور یوه روغتون ته رسولي دي.

یاده دې وي چې جمرود هغه سیمه ده، چې له دې لارې په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو لپاره پر مال وړونکو ګاړو هم د وسلوالو له خوا کله نا کله بریدونه تر سره کیږی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG