د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو: که امنیتي تړون لاسلیک نه شي ماموریت پای ته رسوو


د ناټو عمومي منشي وايي، که ولسمشر حامد کرزۍ له امریکا سره امنیتي تړون ژر لاسلیک نه کړي؛ نو ناټو به د افغانستان ماموریت پای ته ورسوي.


اندریس فوګ راسموسن تیره ورځ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل؛ نړیوال سلاکاران او پوځي روزونکي نه شي کولی له یوه پلان پرته له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي.

خو نوموړي هیله څرګنده کړه چې؛ ولسمشر کرزی به دا تړون ژر لاسلیک کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG