د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې تښتوول شوی ډاکتر مناف ترین راخوشی شوی دی



د کوټې مشهوره ډاکتر او د زړه د ناروغيو ماهر مناف ترین د تښتوونکو له منګولو څخه راخوشی شوی دی. د بلوچستان د ډاکترانو د اتحاديې مشر ډاکتر سلطان ترین نن سهار وختي مشال راډيو ته وویل ؛ډاکتر مناف ترین راخوشی شوی او دا وخت په اوتهل سیمه کې دی.

ډاکتر مناف ترین د روان کال د سيپټيمبر د میاشتې په اوولسمه نېټه د کوټې له پشين نه تښتوول شوی وو. د ده د تښټوولوذمه واري کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه ده.خو له مودې راهیسې ـــ وسله وال په کویټه کې ډاکټران او شته من خلک تختوي ـــ چې د تاوان اخستلو وروستو يي بیا خوشي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG