د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: افغان ځواکونو ۲۰ تنه وسله وال نیولي


په کندهار کې د افغان ځواکونو په بیلا بیلو عملیاتو کې شل تنه وسله وال مخالفین نیول شوي دي.


په کندهار کې ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت په ژړۍ، میوند او ارغنداب ولسوالیو کې شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د سرحدونو د ټینګښت په نوم دغه عملیات له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د کندهار ترڅنګ په زابل او روزګان کې دوام لري، چې تراوسه په ۴۰ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

افغان امنیتي چاواکي وايي، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هم زیان رسېدلی، خو نور معلومات یې نه دې ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG