د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم نواز شریف کابل ته راورسېد


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف نن د خالي په ورځ کابل ته را رسېدلی او ټاکل سوې چې هغه به په خپل دې رسمي سفر کې له ولسمشر کرزي او نورو دولتي مسوولینو سره وګوري.


تمه کیږي، چې افغان ولسمشر حامد کرزی به له ښاغلي شریف سره د افغانستان د سولې او پر دې موضوع د پاکستان د رښتیني همکارۍ د جلبولو په اړه خبرې وکړي.

د سولې عالي شورا هم هیله لري چې؛ دغه سفر به د سولې او پخلاينې په مساله کې ډېره مرسته وکړي.

ولسمشر حامد کرزي تیره اوونۍ مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان سوله د پاکستان او امريکا په لاس کې ده.

وروسته تر هغه چې نواز شریف د پاکستان وزیراعظم انتخاب شوی دا یې کابل ته لومړی سفر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG