د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: امریکا دې د سولې د خبرو له بیا پیل سره مرسته وکړي


ولسشمرحامد کرزي له امریکا غوښتي چې په افغانستان کې د امن د خبرواترو له بیا پیل سره مرسته وکړي.


افغان ولسمشر په خپله اونیزه راډیويي وینا کې چې متن یې پرون د جمهوري ریاست پر رسمي انټرنېټ پانه خپور شو؛ د مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته په اشارې سره وویل چې؛ دا د افغانانو غوښتنه ده.

ښاغلي کرزي په خپله وینا کې که څه هم په څرګنده نه دي ویلي چې؛ امریکا دقیقاً کوم ډول همکاري کولای شي؛ خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، امریکا له خپل نفوذ څخه په کار اخیستو د افغانانو د سولې ارمان پوره کولای شي.

د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد مشال راډیو ته وویل، که د سولې د خبرواترو مشري افغانان وکړي او نړیوال ورسره همکار وي، نور سوله ممکنه ده.

په افغانستان کې د سولې راوستل یوه له هغو غوښتنو څخه وه، چې ښاغلي کرزي د امنیت د ټینګښت او عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو ترڅنګ له امریکا سره د امنیتي، دفاعي تړون د لاسلیک د شرایطو په توګه په مشورتي لویه جرګه کې یاد کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG