د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریې حکومت او اپوزیسیون د سولې په خبرو کې ګډون کوي


د سوریې حکومت او لویدیځ ملاتړي د سوریې د اپوزیسیون مهم اییتلاف دواړو تایید کړي؛ چې د ملګروملتونو ملاتړي د سولې په خبرو کې ګډون کوي.


خو په هرصورت دواړه لوري د دغو خبرو هدف ته په رسېدو کې پرمختلفو دریځونو ټینګار کوي. په پام کې ده چې دغه خبرې د جنوري په ۲۲ جینوا کې ترسره شي.

د سوریې وزیراعظم "وایل الحق" وویل، د حکومت پلاوی به جینوا ته د دې له پاره لاړ نه شي چې؛ قدرت تسلیم کړي؛ بلکه یواځې به د سیاسي جوړجاړي خبرې ترسره کړي.

د سوریې د اپوزیسیون ملي ایتلاف مشر "احمد جربا" خبري رسنیو ته وویل چې؛ دی د جنیوا له غونډې تمه کوي چې یوه ډیموکراټیک انتقالي حکومت جوړېدو لار پرانیزي؛ داسې یو حکومت چې د ده په وینا د سوریې ولسمشر بشارالاسد په کې نه وي.

جربا دغه راز وویل چې، ایران ته به هم په دې خبرو کې ښه راغلاست ووایي؛ خو په دې شرط چې تهران د هغو ډلو ټپلو له ملاتړه لاس واخلي چې د حکومت په پلوي جنګیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG