د لاسرسي ځای

تازه خبر

عظیمي:د افغان ځواکونو په پښو درول د سولې یوازینۍ لار ده


د افغانستان د دفاع وزارت ویاندې جنرال محمد ظاهر عظيمي پرون (چارشنبه) په بروکسل کې د ناټو مرکز ته د سفر په مهال وويل؛ باور لري چې، په افغانستان کې د سولې د راوستلو يوازينۍ لار دا ده چې افغان امنيتي ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي.


د ده په وينا وسلې، وسايل او روزنه د افغان امنيتي ځواکونو اصلي نيمګړتياوې دي.

عظيمي وويل، تېر کال په سلو کې۷۰ افغان امنيتي ځواکونه د سړک د غاړې په چاودېدونکو موادو او ماينونو وژل شوي ول.

د ده په وينا افغان امنيتي ځواکونه لا ښه او موثر عمليات کوي؛ خو ښو وسايلو او روزنې ته اړتيا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG