د امريکا حکومت د پاکستان د پوځ له نوي لوی درستيز سره د همکارۍ هيله وکړه.
د پاکستان وزیراعظم نوازشريف پرون (چارشنبه) جنرال راحیل شريف د پروېز کياني پرځای د پوځ نوی لوی درستيز وټاکه.
کياني په دویم ځل د خپلې درې کلنې کاري مودې له بشپړولو وروسته له خپلې چوکۍ لېرې شو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاندې "جېن ساکي" د وزیراعظم نوازشريف له لوري د پروېزکياني پرځای د ډګرجنرال راحیل د غوره کولو په اړه مشال راډيو ته وويل:
"موږ له جنرال کياني سره د ده د لوی درستيزۍ په موده کې پر يو لړ مسايلو له نژدې کار وکړ. څرنګه چې پوهېږئ، نوموړی روان دی او موږ د ده له ځای نيوونکي سره همکارۍ ته سترګې په لار يوو."
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاندې دا هم وويل چې؛ هېواد يې له پاکستان سره پر يو لړ امنيتي مسايلو هم خبرې کوي.