د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاریاب کې د "اکټیډ" موسسې۶ کارکوونکي وژل شوي


چارواکي وایي، نامعلومو وسله والو نن د چاشنبې پر سهار په فاریاب کې د "اکټیډ" موسسې شپږ کارکونکي وژلي او یو تن یې ټپي کړی.


د فاریاب امنیه قومندان نبي جان ملاخیل مشال راډيو ته وویل؛ چې دا کسان د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ ته د کار لپاره روان وو چې؛ د وسله والو مخالفانو له خوا ووژل شول.

یاده موسسه په فاریاب کې د ښوونې او روزنې، کرنې او حرفه یې زده کړو په برخو کې فعالیت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG