د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحاني: ځیني قوتونه نه غواړي د ایران اتومي لانجه هواره شي


د ایران ولسمشرحسن روحاني د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه نوې موقتي موافقه د یوه لومړني مثبت ګام په توګه وستایله خو ویې ویل چې یوې هراړخیزې موافقی ته درسیدو لپاره اوږده لاره په مخکې ده.


روحاني چې د ولسمشر په توګه یې د کارله پیلیدو سل ورځې تیرې شوې او په همدې مناسبت یې سرکاري تلویزیون سره خبرې کولې وویل چې په نړۍ او هم ښایي په ایران کې دننه ځیني قوتونه وي چې له دغې موافقې سره مخالف دي.

د ایران ولسمشر زیاته کړه، دغه موافقه به چې پرایران یوشمیر نړیوال بندیزونه لرې کوي، د ایران له ځپل شوي اقتصاد سره مرسته وکړي.

د شوې موافقې له مخې د ایران د یورانیمو د غني کولو اندازه تر پنځو فیصدو پورې محدودیږي چې دا له هغې اندازې ډیره ټیټه ده چې د اټومي وسلو په جوړولو کې ترې کاراخیستل کیږي.امریکې له ایران څخه غوښتي چې د اف بي ای هغه ایجنت دې وروسپاري چې

شپږکاله مخکې په ایران کې لادرکه شوی و.
رابرت لیوینسن د ۲۰۰۷ کال په مارچ میاشت کې د ایران د کیش له ټاپوڅخه لا درکه شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG