د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان باید امنیتي تړون ژر لاسلیک کړي، امریکا


په افغانستان کې د امريکا سفير د مشورتي لويې جرګې تر پای ته رسېدو وروسته په يوه اعلاميه کې له ولسمشر کرزي وغوښتل چې د بلې میاشتې تر پای مخکې دې د دواړو هیوادونو تر منځ امنیتي سند لاسلیک کړي.

جيمز کننګم زياته کړه: د لويې جرګې [د یکشنبې ورځې] فیصله له امريکا او نړيوالو اتحادیانو سره د افغانانو روانه امنيتي همکاري تاييدوي.

ولسمشر کرزي ويلي چې دغه سند به تر راتلونکو انتخاباتو وروسته لاسليکوي .

حامد کرزي د یکشنبې ورځې د جرګې په اختتاميه وينا کې وويل، دغه تړون بايد سوله راولي:

”له امريکا سره زموږ د تړون اصلي شرط سوله ده. دوى دې په دې برخه کې راسره مرسته وکړي. زه پوهېږم که دوى راسره صادقانه ودرېږي. دا کار کېږي. که سوله رانغله دغه تړون د افغانستان د بدبختۍ سبب کېږي“


په مشورتي لویې جرګې کې د افغانانو ۲۵۰۰ استازو برخه واخیسته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG