د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې،چین او پاکستان د افغانستان په باب خبرې وکړې


د روسیې، چین او پاکستان جګپوړو ډیپلوماټانو د نړیوالو ځواکونو د وتلو په درشل کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي.


په هغه بیان کې چې پرون د پنجشنبې د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت له خوا خپور شو ویل شوي، مسکو، پېکېنګ او اسلام آباد په دې نظر دي چې د افغانستان وضعیت په تېره په داسې یوه حال کې چې نړیوال ځواکونه له دې هېواده د وتلو لپاره چمتو کېږي، د سیمې پر سوله او ثبات اغېز لري.

بیان زیاتوي، د دریو واړو هېوادونو ډيپلوماټانو یوځل بیا د سولې له داسې یو بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ چې د افغانانو وي او مشري یې هم افغانان وکړي او ټینګار یې وکړ چې، په دې برخه کې باید جدي ګامونه واخیستل شي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت په بیان کې همداراز راغلي؛ دې ته په پام سره چې د سولې، امنیت او پرمختګ ترمینځ مستقیم ارتباط شته نو د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره هم د نړیوالې ټولنې نورو همکاریو او مرستو ته اړتیا شته.

بیان زیاتوي چې د روسیې او چین استازي له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تماسونو هرکلی کوي او باور لري چې، دا تماسونه به د سیمې پر حالاتو مثبت اغېز ولري.
XS
SM
MD
LG