د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جینیوا کې د ایران د اټمي پرواګرم په اړه د خبرو نوی پړاو


د ایران او نړۍ شپږو لویو قوتونو تر منځ د تهران لانجمن اټومي پروګرام پر سر د خبرو نوی پړاو نن چارشبنې په ورځ په جینیوا کې پیلېږي.


د اوسنیو خبرو تمرکز به پر یوې داسې سودا سلا کېدل وي چې د لویدیځ له خوا د بندیزونو نرمولو په بدل کې به ایران تر شپږو میاشتو پورې یا خپلې حساسې اټومي هلې ځلې دروي او یا یې پای ته رسوي.

غربي هیوادونه له ایرانه غوښتنه کوي چې ایران دې د اورانیمو د غني کولو کچ ۲۰ فیصده ته ورښکته کړي.

غرب وايي، ایران غواړي اټومي وسله جوړه کړي خو تهران دا تور ردوي او وايي، د دوی اټومي پروګرام د سوله ییزو موخو لپاره دی.

تهران ۱۰ ورځې مخکې هم له شپږو لویو قوتونو سره خبرې کړې وې خو څه خاص نتیجه یې نه وه ورکړې.

په دې شپږو هیوادونو کې امریکا، روسیه، چین، فرانسه، برتانیا او جرمني شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG