د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې کمندان مولوي سیف الدین ووژل شو


دپاکستان استخباراتي ادارې او ځايي طالبانو د شورو پر ورځ د دې خبر پخلی وکړ چې پرون د ګل پر ورځ د وسله والو طالبانو د یوې ډلې یو مهم کوماندان مولوي سیف الدین او د هغه دوه نور وسله وال ملګري د ریموټ بم په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.


مولوي سیف الدین د حافظ ګل بهادر ډلې سره تړاو درلودلو.

سرچینو مشال راډیو ته وویل چې په نوموړي قوماندان دا برید د شمالي وزیرستان د میر علي ښار ګوټي په موسکي خیسور سړک باندې ترسره شوی دی.

دا څرګنده نه ده چې د برید ترشا چا لاس لرلو ، دپېښې پړه هم چا نه ده منلې.

که څه هم تحریک طالبان پاکستان د پاکستاني ځواکونو پرضد جنګیږي، خو د حافظ ګل بهادر ډلې د حکومت سره یو تړون کړی چې له مخې یې دوی په حکومتي ځواکونو بریدونه نه ترسره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG