د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې طالب کمندان او د هغه ملګري ووژل شول


افغان امنيتي چارواکي وايي په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو په عملیاتو کي یو طالب کومندان له څلورو ملګرو سره وژل شوی دی.


د هلمند په ناوې ولسوالۍ کي د ملي پوځ د لومړي کنډک کومندان غلام محمد نن مشال راډیو ته وویل چې د کوکنارو پر ضد پوځي عملیات د ناوې او مارجې ولسوالیو ترمنځ په ګډه سیمه تریخ ناور کي پرون پیل شوي او لا هم دوام لري.

د پوځ دغه کومندان وایي، د طالبانو وژل شوی قومندان ملا طاهر نومېږي، خو په دغو عملیاتو کې افغان سرتیرو ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG