د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغلان: دوو تنه د یوې ښځې د خلکو په مخکې جنسي تیری کړی


د بغلان مسوولین وایي، په دې ولایت کې دوو وسله والو کسانو پر یوې ښځې د خلکو په مخکې جنسي تیری کړی دی.


د دې ولایت د بورکې ولسوالۍ ولسوال عبدالجبار اسلام مشال راډیو ته وویل، دوو تنو وسله والو پرون د دوشنبې په ورځ په دې ولسوالۍ کې یوه مېړه لرونکې ښځه له خپله کوره په زوره را و ایستله او جنسي تیری یې پر وکړ.

نن سلګونه کسان د بورکې ولسوالۍ مخي ته راټول شوي او د پیښي د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي.

خو عبدالجبار وايي، چې پولیس د دغو کسانو د نیولو کوښښ کوي.
دی وايي، پيښه د شخصي دښمنۍ له امله سوې ده.

د یو بل خبر له مخې:

د جوزجان امنیتي مسوولین وایي، چې د دې ولایت په قرقین ولسوالۍ کې یوه پنځه کلن هلک ځان په دار زړولی دی.

د دې ولایت امنیه قومندان فقیرمحمد جوزجانی وايي، د پیښې د علت په اړه څېړنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG