د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور ، بنو او ډېره اسماعیل خان کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده


د خیبر پښتونخوا نقشه
د خیبر پښتونخوا نقشه
په ډېره اسماعيل خان کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر موټر برید شوی دی چې یو عسکر په کې وژل شوی او درې نور ټپي شوي دي.

د استخباراتو او پولیسو سرچينو په سیمه کې د مشال راډیو خبریال ته ویلي چې دا پېښه نن هغه وخت رامنځ ته شوې ده چې د ډېره اسماعيل خان په کولاچي تحصيل کې د مډي سړک پر غاړه د ښخ شوی بم چاودلی دی.

تر دې وړاندې په پېښور او بنو کې هم پر امنیتي ځواکونو بریونه شوي دي.

د پېښور پر کوهاټ روډ په کږه وله سیمه کې د پولیسو يو موټر په مځکه کې پر ښخ شوي بم ختلی چې په چاودنه کې یې یو پولیس عسکر او یو لاروی ټپي شوي دي.

د پوليس چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې دا پېښه نن سهار په داسې وخت کې شوې چې د پولیسو موټر د معمول په ګشت روان وو.

بل پلو په بنو کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان په شوي برید کې څلور عسکر ژوبل شوي دي.

پولیسو په سیمه کې د مشال راډیو خبریال ته ویلي چې دا یو ځانمرګی برید وو چې خپل ځان یې له کرم پله سره نژدې د امنیتي ځواکونو د موټر مخې ته الوزولی دی.

په دې برید کې ژوبل شوي څلور واړه عسکر د بنو پوځي روغتون يا (سي ايم اېچ) ته وړل شوي دي.

له پېښې وروسته پوځ یاده سیمه په ولقه کې اخیستې ده. هغوی نه پولیسو او نه هم رسنیو ته هلته د ورتلو اجازه ورکوي.

د تحريک طالبان پاکستان وياند شاهد الله شاهد مشال راډيو ته ویلي چې په بنو کې ننی برید دوی کړی او هغه دا د حکیم الله محسود د مرګ د بدل اخیسته بللي دي.
XS
SM
MD
LG