افغان ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا ټینګار وکړ چېپه جوړېدونکې لویه جرګه کې به یوازې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه بحث کیږي.
ولسمشر کرزي نن د شنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې د جرګې پرېکړې ته احترام لري او باید چې ګډون کوونکي یې په دې مساله کې له پوره دقت او استقلالیت څخه کار واخلي.
نوموړي وویل چې، د جرګې له پریکړې وروسته به دا سند ملي شورا ته لیږي.
ټاکل شوې مشورتي لویه جرګه راروانه پنجشنبې په کابل کې جوړه شي او څو ورځې به دوام وکړي.