د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات: د سړي تښتوونکو ۱۲ کسیزه ډله نیول شوې ده


د هرات پولیسو په دې ولایت کې د سړي تښتوونکو او غلو یوه دولس کسېزه ډله نیولې ده.


د هرات ولایت امنیه قوماندان جنرال سمیع الله قطره خبریالانو ته وویل؛ دغو کسانو د خلکو په تښتولو او غلاو کې د پولیسو او ملي پوځ له یونیفورم نه ګټه اخیستله.

"د سړي تښتوونکو او غلو دا ستره ډله هغه کسان دي چې نه یوازې یي په هرات ولایت کې بلکې په شاخوا ولایتونو کې هم امنیت ګډوډاوه او دوی د بیلا بیلو ولایتونو خلک دي. الحمدلله چې دا کسان ونیول شول."

جنرال قطره زیاته کړه، په دغې ډله کې شامل نور کسان هم تر تعقیب لاندې دي.

د سړي تښتوونکو او غلو دا وسله واله ډله په داسې حال کې نیول شوي چې د هرات والي "سید فضل الله وحیدي" ویلي؛ د سړي تښتوونې په زیاتو مواردو کې د دې ولایت د پولیسو لاس دی.
XS
SM
MD
LG