د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې درې مشکوک وسلوال طالبان ووژل شول


د کراچۍ ختیځ قایداباد تاڼې ایس ایچ او احمد عاصم مشال ریډیو ته وویل، وسله والو په ښار کې د عاشورې پر ماتمي جلوسونو د بریدونو منصوبه جوړه کړې وه.

کراچۍ: د سیند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې نن سهار له امنیتي سرتیرو سره په وسلواله نښته کې د تحریک طالبان پاکستان درې مشکوک وسله وال او د رېنجر ځواک یو سرتیری وژل شوي دي.


د رینجر ځواک د ویاند لخوا په خپور شوي ټلیفوني پیغام کې ویل شوي دی، پېښه نن د چارشنبې سهار د ګلشن بونیر په سیمه کې مخې ته راغلې ده چې د د رینجر ځواک د یو سرتیري په ګډون پکې د وسله والو طالبانو درې مشکوک غړي وژل شوي دي.

د کراچۍ ختیځ د قایداباد تاڼې ایس ایچ او احمدعاصم مشال ریډیو ته ویلي، وسله والو په کراچۍ کې د عاشورې په ماتمي جلوسونو د حملې کولو منصوبه جوړه کړې وه.

"دا د پولیس او رینجر ځواکونو کډ عملیات و، په دې کې دوی مقابله کړې او د وسله والو طالبانو درې غړي وژل شوي دي. په ډزو کې د رېنجر ځواک یو سرتیري هم وژل شوی دی. دوی په دغه سیمه کې په یو کور کې پټ و، او موږ د خپلو مالوماتو په اساس پر دوی چاپه ووهله چې دغه پیښه رامنځته شوه. له دوی مو وسله او بمونه هم ترلاسه کړي دي."

تراوسه وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو په باب څه نه دي ویلي .
د سيمې خلک وایي د چربانګ راهیسې په سیمه کې د امنیتي ادارو او وسلوالو ترمنځ ډزې تر څو ساعتو پورې روانې وې او خلکو ته له خپلو کورنو د نه وتو ویل شوي ول.

ګلشن بونیر د کراچۍ ښار په مشرقي برخه کې واقع لیرې پرته سیمه ده، چې په قبایلي سیمو او خېبر پښتونخوا کې د عملیاتو له امله کډوالې شوې کورنۍ په کې مېشتې دي.
په دغه علاقه کې تر دې مخکې هم ورته پېښې مخې ته راغلي دي. تېر کال په همدې سیمه کې د پولیو په څاڅکو ورکونکو ډلو حملې شوې وې چې مرګ ژوبله یې اړولې وه.
XS
SM
MD
LG