د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د لویې جرګې د امنیتي تدابیرو په اړه خبرې وشوې


د افغان حکومت د وزیرانو د شورا په نوبتي غونډه کې د جوړیدونکې مشورتي لويې جرګې لپاره د امنیتي تدابیرو په اړه خبرې وشوې.


له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي د ولسمشر لومړي مرستیال په مشرۍ په پرونۍ غونډه کې د لویې جرګې د جوړولو د کمیسیون د دارالانشا مشر صادق مدبر وویل چې مشورتي لویه جرګه به د روانې لړم میاشت په دیرشمه په کابل کې پرانستل شي.

د وزیرانو شورا په دې غونډه کې د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع له وزارتونو څخه په کلکه غوښتنه وشوه چې د لوې جرګې لپاره لازم او ټینګ امنیت ونیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG