د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روانې اونۍ تر پایه به د لویې جرګې لیست بشپړ شي



له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د جوړېدونکي مشورتي لویې جرګې د تیاریو کمیسیون وایي، د روانې اونۍ تر پایه به د جرګې د ګډون کوونکو لیست بشپړ شي.


د دې کمیسیون ویاند عبدالخالق حسیني پشه يې نن د شنبې په ورځ مشال راډیو ته، چې د لیست پر جوړولو په چټکۍ سره کار کیږي.

ښاغلی پشه يې وایي، دغه لویه جرګه به د لړم میاشتې په وروستیو ورځو کې جوړه شي، چې ۲۵۰۰ کسان ګډون په کې کوي.

افغان حکومت وايي، د دې لویې جرګې د جوړولو هدف، د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه وروستۍ پرېکړه کول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG